IQNA

په برلین کښې د  جومات په بمي برید ګواښل

9:01 - November 26, 2019
د خبر لمبر: 3482538
نړیواله ډله: د برلین په ښار کښې یو جومات د افراطګرو له اړخه له بم اېښودو سره وګواښل شو.

د ایکنا راپور له مخې، د yenisafak نه په نقل، د جرمني په پلازمینې برلین کښې یو جومات، د افراطګرو له اړخه له بم اېښودو سره وګواښل شو.
د دغه جومات چارواکو د محلي وخت،  نن سهار ۸ بجي، د افراطي ډلي له اړخه یو بریښنالیک ترلاسه کړو  چې په هغې کښې ئې ګواښلي و، نن به په جومات کښې یو شمېر چودنې کېږي.
له دغه ګواښ نه ورستو د جومات چارواکو د برلین پولیس سره اړیکه ونیوله.
دوه ورځي مخکښې د جرمني نوردراین وستفالن په شمالي ولایت کښې هم یو جومات د نامعلومو کسانو له اړخه ګواښلي شوي و.
په وروستیو میاشتو کښې، په جرمني کښې یو شمېر جوماتونه د بم اېښودنو سره ګواښلي شوي چې دا مسئله د دغه هیواد د مسلمانانو لپاره د اندېښني سبب ګرځېدلې ده.
د جرمني پولیس، په تیر کال د مسلمانانو په خلاف ۸۱۳ جنایتونه ثبت کړي چې منجمله په هغو کښې د سپکاوني لیک او وهلو ټکولو ته اشاره کولي شو. په دغه بریدونو کښې ۵۴ مسلمانان ژوبل شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/3859560
captcha